
ه نننۍ نړۍ کې چې د قدرت معادلې په چټکۍ سره بدلېږي، د ملایشیا د یوه مفکرعزمي عبدالحمید لیدلوری د ایران د اسلامي انقلاب د اغېزو په اړه نوې څېره وړاندې کوي؛ داسې انقلاب چې له جغرافیائي پولو واوښت او په لاتینې امریکا، افریقا او آسیا کې ئې استعمار ضد او عدالتغوښتونکو خوځښتونو ته الهام ورکړ. نوموړی باور لري چې د انقلاب ریښتینی تجلي په پوځي اړخ کې نه، بلکې د ولسونو د ځانباورۍ په راژوندي کولو کې ده، څو د سلطې پر وړاندې مقاومت وکړي.
د ملایشیا د اسلامي تنظیمونو د مشورتي شورا (Malaysian Islamic Organizations Consultative Council – MAPIM) مشر او د دغه هېواد د لومړي وزیر سلاکار،د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۷مې کلیزې په مناسبت له ایکنا سره مرکه کړې ده چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:
ایکنا نیوز د ملایشیا له دغه متفکره وپوښتل، اسلامي انقلاب د «عدالت»، «ازادۍ» او «انساني کرامت» پرمفاهیمو ولاړ و. د قرآني لید له مخې دا مفاهیم څه ځای لري او څنګه ویلای شو چې اسلامي انقلاب په اصل کې د قرآن اصیلو لارښوونو ته ستنېدل وو؟
دغه ملایشیا ئي متفکر هم په ځواب کې ووئيل؛ له قرآني نظره، عدالت، ازادي او انساني کرامت سیاسي شعارونه نه دي؛ بلکې الهي بنسټیز اصول دي. قرآن عدالت ته د یوه واجب امر په توګه اشاره کوي:
«اې مؤمنانو! د عدالت ټینګ ملاتړ کوونکي ووسئ او د خداي لپاره شاهدي ورکړئ، که څه هم دا ستاسو، ستاسو د مور او پلار او یا خپلوانو پر تاوان وي» (نساء/۱۳۵).
هغه په دوام کې ووئيل؛دغه انقلاب سیاسي مبارزه د ظلم او ستم پر وړاندې د قرآني مقاومت د دوام په توګه مطرح کړه.
د ایکنا نیوز خبریال بیا ورڅخه تپوس وکړ، د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو خلکو په سیاسي او ټولنیز پوهاوي څه ملموس اغېز درلود؟
د ټولنیز اغېز له نظره باید وویل شي چې دغه انقلاب یوازې مسلمانانو ته نه، بلکې د نړۍ مظلومو ټولنو ته د ولسي فعالیت الهام ورکړ. په لاتینې امریکا، افریقا او اسیا کې د امپریالزم ضده خوځښتونه ډېر ځلې د ظلم پر وړاندې د مبارزې له ایرانئ بېلګې الهام اخیستی دی.
هغه دغه راز روښانه کړه،د اسلامی انقلاب اغېزې یوازې پوځي اړخونو ته راکمول ناسمه خبره ده. د هغه تر ټولو پایدار اغېزې بېشکه نفسیاتي او أئیډیولوجیک ؤ؛ یعنې دا باور بېرته ژوندی کول چې مقاومت ممکن دی.
https://iqna.ir/fa/news/4334290